د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د روسيې او ايران د بهرنيو چارو له وزيرانو او د پاکستان د دفاع له وزير سره په کتنه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د شانګهای د همکاریو سازمان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
وانګيي د جمعې په ورځ په ناسته کې وويلي: «افغانستان بايد د نړۍوالو همکاريو په ډګر بدل شي، نه د جيوپوليټيکي سياليو په ډګر.»
هغه ټینګار وکړ چې موږ باید د ترهګرو خوځښتونه له نږدې وڅارو او د معلوماتو له تبادلې او شریکولو څخه ګټه پورته کړو.
همدا راز نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ارزښت د ټينګار تر څنګ د افغانستان له بيارغونې ملاتړ وکړ او په سيمه کې يې په سترو پروژو کې د افغانستان شاملېدل مهم وبلل.
وانګيي د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکاریو سازمان رول هم مهم وباله.