خبرونهنړۍ

امریکا پر لبنان د هوایي بریدونو په ښکاره ملاتړ اعلان کړو

د امریکا متحده‌ایالاتو پر لبنان د سرایلي ځواکونو د هوایي بریدونو په ښکاره ملاتړ وکړ او دا بریدونه یې د عدالت اقدام ګڼلی خو د اوربند غوښتنه یې هم کړې.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د حزب‌الله ډلې د مشر حسن نصرالله وژنه د زرګونو امریکایانو، اسراییلیانو او ملکي لبنانیانو په ګډون د هغه د ګڼو قربانیانو لپاره د عدالت یو اقدام ګڼلی دی.

بایډن په یوه اعلامیه کې د حزب‌الله، حماس او حوثي یاغیانو خلاف د اسراییل د ځان د دفاع د حق پر ملاتړ بیا ټینګار کړی دی.

همدا ډول د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هاریس چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نومانده ده، حسن نصرالله یو تروریست یاد کړی چې لاسونه یې د هغې په وینا د امریکایانو په وینو سره وو.