د اسرایلو پوځ اعلان کړی چې د حزب الله وسله والې ډلې په مشرتابه شورا کې د استخباراتو مشر نبیل فاروق یې وژلی دی.
د اسراییل پوځ رسنیو سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي، نبیل قاووق چې په مستقیم ډول د اسرایلو حکومت او اسرایلي وګړو باندې د تروریستي بریدونو پلان کوونکی وو پرون ماښام د بیروت د جنوب په ضاحیه سیمه کې د اسراییلي جنګي الوتکو په عملیاتو کې وژل شوی.
په لبنان کې د حزبالله وسله والې ډلې تر اوسه د هغه مړینه تایید کړې نه ده.
۶۰ کلن نبیل قاووق د ۱۹۸۰ لسیزې په لومړیو کې له حزبالله سره یوځای شو او تل د حزبالله له مهمو شخصیتونو څخه و.
هیره دې نه وي چې هغه د اوږدې مودې لپاره د لبنان په جنوب کې د حزبالله عملیاتي مرستیال و.