افغانستانخبرونه

طالبانو دوه افغان خبریالان په اوږده بند سزا محکوم کړي

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ادارې دوه افغان خبریالانو ته د طالبانو له خوا د اوږده بند سزا په ورکولو اندېښنه ښودلې ده.

دغه دوه خبریالان محمد عارف هجران او احمد چې د نوموړي فلم اخیستونکی دی په کابل کې د عاشورا له مراسیمو او د کابل له کاونډیو ولایتونو یې ټولنیز او امیتني راپورنه خپاره کړي وو.

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ ادارې پرون په خپله وېب ‌پاڼه ویلي چې، دوی د کابل په خیرخانه سیمه کې تر نېول کېدو وروسته د طالبانو په پوځي محکمه کې محاکمه شوي او د لسو کلونو بند سزا ورکول شوې.

یاد بنسټ په اعلامیه کې پر نړیوالو سازمانونو غږ کړی، چې د هغوی د خوشې کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.