د هندوستان نوي ډیلي پولیسو وایي چې دوه افغانان یې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د نوي ډيلي پولیسو رسنیو ته ویلي چې، له دغو دوو افغانانو څخه ۴۰۰ ګرامه هیروین او ۱۶۰ ګرامه کوکاین ترلاسه شوي دي.
هندي رسنیو د هندي پولیسو له خولې ویلي چې، دا دوه نیول شوي کسان محمد وارث هاشمي او عبدالنایب نومیږي.
د رسنیو په راپورنو کې راغلي چې دغه دوه افغانان په ۲۰۲۰ کال کې هند ته تللي وو او هلته یې د کډوالو په توګه ژوند کاوه.