خیبر پښتونخوا کې د نا امنیو له امله سږ کاله په ترهګریزو بریدونو کې نږدې ۳۳۷ دولتي او عام خلک وژل شوي.
د ایکسپریس ټریبیون په تازه راپور کې راغلي چې سږ کال خیبر پښتنوخوا کې د نا امنیو پېښې خورا زیاتې شوي چې تر اوسه یې له امله ۳۳۷ ملکي او دولتي کسان وژل شوي او نږدې ۶۱۶ کسان ټپيان دي.
ددغه ورځپاڼې په راپور کې راغلي، د نا امنیو ترڅنګ په خیبرپښتونخوا ایالت کې د تښتونو او باج اخیستلو شمېر هم ډير شوی دی.
ویل کیږي، چې په روان کال کې د تښتونو او باج اخیستلو ۹۸ پېښې هم ثبت شوې دي.
دغې پاکستانۍ ورځپاڼې د امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې د ټانک، لکي مروت، بنو، ډېره اسماعیل خان، شمالي او سوېلي وزیرستان سیمو کې د امنیتي ځواکونو فعالیت یوازې د دوی تر امنیتي پوستو پاتې دی.
ایکسپریس ټریبیون لیکلي، چې په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د باج اخیستلو لپاره تښتونې، د بانکونو د پيسو د لیږد پر موټرونو بریدونه، د موسسو د کارکوونکو او حکومتي کسانو تښتول، د مرستندویه بنسټونو پر کارکوونکو بریدونه او د پولیسو هدفي وژنې په یو عادي کار بدل شوي دي.