افغانستانخبرونه

پنجشیر کې د نجونو لیسې ته اور اچول شوی

طالبانو ویلي چې د پنجشیر په ولایت کې د بي بي امنې په نامه د نجونو لیسې ته د نا ماولومو کسانو لخوا اور اچول شوی.

د امنيه قوماندانۍ لپاره د طالب وياند عابد الله عقاب له قوله رسنيو ويلي، دغه پېښه تیره شپه رامنځته شوې وه چې اطفائيه او امنيتي مسوولين پر وخت سيمې ته رسېدلي او اور يې مهار کړی دی.

د عقاب په وینا: تر اوسه د دې پېښې په تړاو دوه تنه نيول شوي او هغوی پخپل جرم اعتراف هم کړی دی.

هیره دې نه وي چې د طالبانو حکومت د بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې د نجوني لیسې بندې دي او همدا ډول په پوهنتونو کې هم د زده کړو اجازه نلري.