لوبې

عثمان نوري په فرسټ کلاس سیالیو کې دریمه پرله پسې سلیزه هم ووهله

په فرسټ کلاس سیالیو کې د پامیر لیجنډز لوبډلې توپ وهوونکي عثمان نوري درې غبرګې سلیزې ووهلې.

کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: د پامیر لیجنډز لوبډلې پیلیز توپوهونکي عثمان نوري د ماهیپر ستوري لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې او جالبه توپوهنه ترسره کړه او د افغانستان په کورنیو اتصالات احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس څلور ورځنیو لوبو کې تر ټولو لوړې ۳۳۹ منډې جوړې کړې او د لومړي لوبغاړي په توګه یې په یواځې ځان د دومره زیاتو منډو جوړولو کارنامه په خپل نوم کړه.

د یادونې وړ ده چې له عثمان مخکې بهیرشاه محبوب د فرسټ کلاس لوبو په یوې پاڼۍ کې د ۳۰۳ ناسوځېدلو منډو ویاړ خپل کړی دی.