خبرونهنړۍ

نتنیاهو: ایران به د خپل برید درنه بیه پرې کړي

د اسرائیلو لومړي وزیر بنامین نتنیاهو د ایران د برید په غبرګون کې ویلي چې ایران به د خپل برید درنه بیه پرې کړي

ايران پر اسرائيلو تېره شپه د توغنديو بريد وکړ.

 د اسرائیلو هوايي دفاع له خوا د دغو توغندیو له ویشتلو سره هلته پرله پسي چاودنې هم شوې دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنيامين نتنیاهو ایران ته خبرداری ورکړ، چې درنه بیه به یې پرې کړي.

د اسرائیلو د پوځ په وینا، د ایران له خوا ټول ۱۸۰ توغندي ویشتل شوي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند وویل، په دې کې یو فلسطینی هم وژل شوی دی.