په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب الله علي خیل په ایکس لیکي چې ایران له طالبانو سره په کړې همکارې پېښمانه دي.
نجيب الله علي خېل پخپله ايکس پاڼه لیکلي، ايران له افغانستان څخه د امريکا د وتلو لپاره د طالبانو مرسته وکړه، خو د دوحې تړون يې نه غوښت او اوس ورته د شک په سترګه ګوري.
د نومړي په په خبره، له همدې وجې جواد ظریف اعتراف کوي، چې ايران د طالبانو په اړه «محاسباتې تېروتنه» کړې ده او د دغې اشتباه له وجې يې ښايي له طالبانو سره ستونزې زياتې شي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم د طالبانو حکومت په تبعيض تورن کړی او د نظام بڼه يې ورته قومي بللې ده.