خبرونه

شمالي وزیرستان کې ځایي خلکو دولتي ادارې تړلي دي

دخیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د سیمې خلکو د اعتراض په ډول د دولتي ادارو د بندول اعلان کړی دی.

دغلته د اتمانزیو جرګې د دولتي ادارو تر څنګ د بنو او غلام خان لویه لاره هم تړلې ده.

د دغه جرګې ویاند مولانا بیت الله پرون خبریالانو ته وویل، حکومت له ژمنې سره سم د امنیت په ټینګولو کې پاتی راغلی دی، نو ځکه له چارواکو غواړي چې ټول دولتي دفترونه دې وتړي او کارکوونکي دې کار ته نه راځي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف د اتمانزیو د جرګې دا اقدام تروریستي عمل بللی او امنیتي ادارو ته یې ویلي چې د دولتي ادارو امنیت ونیسي.