لوبې
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه.
د پاکستان کرکټ بورډ ومنله چې د يو ورځينيو او شل اوريزه سياليو لپاره يې لوبډلمشر بابر اعظم له لوبډلمشرۍ استعفا کړې.
دا د نوموړي دوهم ځل دی چې د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشري يې کوله .
وروسته له هغې چې نړيوال جام ته نږدې پاکستاني کرکټ بورډ نوموړی له لوبډلمشرۍ لرې او پر ځای شاهين شاه آفريدي لوبډلمشر وټاکه په دې لوبډله او کرکټ بورډ کې يې سخت مخالفتونه رامنځته کړل چې تر ډيره يې د دې لوبډلې پر لوبو منفي تاثير وکړو، چې آن په نړيوال جام کې پاکستان له امريکا هم ماتې خوړه.
بابر عظم د پاکستانيو مینوال په وينا تر ټولو ناکام لوبډلمشر دی.
ویل کیږي چې د بابر اعظم ځای رضوان ته ورکړل شوی.