طالب استخباراتو خبريال او په غزنې کې د «خوشحال» سيمه ييزي راډيو مسوول حکمت ارين نیولی دی.
د افغانستان خبريالانو د ملاتړ سازمان د حکمت ارین د خوشې کیدو غوښتنه کړې.
یاد سازمان په يوې اعلاميه کې ويلي، دوه ورځې وړاندې طالب استخباراتو په غزنې کې خبريال حکمت ارين د نامعلومو تورونو پر بنسټ نيولی، چې کورنۍ او دوستانو ته یې د برخلیک په اړه معلومات نه دي ورکول شوي.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو په وړاندې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده: «په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرکندوي چې لا هم د اوسنۍ حاکمې ډلې له خوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، ربړونې، سانسور او ګواښ لاندې دي.»
هیره دې نه وي چې د طالبانو د بیا واکمیندو سره په رسنیو سخت بندیزونه لګول شوي او تر څنګ یې لسګونه خبریالان هم نیول شوي دي او زیات شمیر یې شکنجه شوي هم دي.