خبرونهنړۍ

روسیه: له امریکا سره د اټومي خبرو اترو امکان نشته

روسیه وایي  له متحده ایالاتو سره د اټومي خبرو اترو امکان نه لیدل کيږي او علت یې د ناټو د پراختيا په اړه د واشنګټن دریځ دی.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل:« مونږ د روسیې د بنسټيزو ګټو ته  له احترام پرته له واشنګټن سره د خبرو لپاره هیڅ دلیل نه وینو، په لومړي سر کې، دا د شوروي وروسته د ناټو د پراختیا ستونزه ده، چې ګډ امنیت ته ګواښونه رامنځته کوي.»

خو له دې د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف اعلان کړی وو چې له امریکا سره د مشروطو اټومي خبرو اترو امکان شته.

ښاغلي پسکوف همدا راز زیاته کړې چې روسیه به د متحده ایالاتو سره د نوي تړون د لاسلیک کولو په اړه چې  د هغه تړون ځای نیسي چې د دواړو خواو د ستراتیژیکو اټومي وسلو محدودیتونه ټاکي او په ٢٠٢٦کال  کې پای ته رسېږي، خبرې ونه کړي.