د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کابل ښار پوليتخنیک پوهنتون کې د ۱۲۹ میلیون افغانیو په ارزښت د ۲۲ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.
د کابل پوليتخنیک پوهنتون سرپرست انجنیر سردار ولي صالحي ویلي، چې په دغو پروژو کې د ودانیو ترمیم او بیارغونه، د لابراتوارونو اودفترونو تجهیز،د لیلیې محصلینو د البسې تدارک، د خوړنځای تجهیز او د یاد پوهنتون د ۸ پوهنځيو د اړتیا وړ کتابونو تهیه او تدارکشامل دي.
هغه په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
د کابل پوليتخنیک پوهنتون د هېواد له سترو پوهنتونونو څخه دی، چې په انجنیري څانګو کې فعالیت کوي او هر کالسلګونه انجنیران ټولنې ته وړاندې کوي.