د شمالي کویا مشر کیم جون اون ګواښ او ویلي یې دي چې که جنوبي کوریا او یا متحده ایالتونه یې پر خاورې برید وکړي، ځواکونه به یې له ځنډ پرته له اتومي وسلو څخه کار واخلي.
د شمالي کوریا دولتي رسنۍ کی سي ان ای د دغه هېواد ولسمشر له قوله لیکلي دي: «که دښمن… د دغه هېواد پر حاکمیت د تجاوز لپاره د وسله وال ځواک څخه د استفادې هڅه وکړي،» پیونګ یانګ چې هر څه په واک کې لري، کار به ترې واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې جنوبي کوریا په همدې اونۍ کې پوځي رسم ګذشت وکړ او ولسمشر یې یون سوک یول ګواښ وکړ که شمالي کوریا له اتومي وسلې څخه کار واخلي، «رژیم به یې نابود» شي. هغه وویل که شمالي کوریا دا کار وکړي، «زموږ او د متحدو ایالتونو د پوځ» له غوڅ او ګډ غبرګون سره به مخامخ شي.
خو د شمالي کوریا ولسمشر د جنوبي کوریا ولسمشر «ګوډاګی» او «غیرنورمال» شخص یاد کړ.
جنوبي کوریا اتومي وسلې نه لري، خو د متحدو ایالتونو تر اتومي چتر لاندې دی. څو اونۍ مخکې د شمالي کوریا ولسمشر د خپل هېواد د یوریانیمو د بډا کولو د یوې بټۍ تصویرونه خپاره کړل او د لا تقویت لپاره یې د نورو سنترفیوژنونو غوښتنه وکړه.