د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له زندانو ۱۵ نور افغان کډوال خوشې او خپل هېواد ته را ستانه شول.
د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۲ میاشتو راهیسې د پاکستان د پېښور په بندخونه کې بندیان وو.
د طالبانو سر کونسل، عبدالجبارتخاري بیا وايي، د سند ایالت په بندخونو کې ۴۳ تنه افغان کډوال بندیان دي چې له ډلې یې ۱۳ تنه خوشې شوي او د نورو د خلاصون هڅې روانې دي.