د طالبانو د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد وثیق قطر هېواد د ورزش له وزیر شيخ حمد بن خليفة بن احمد آل ثاني سره په لېدنه کې ویلي، افغانستان کې بشپړ امنیت دی او د بهرنیو سیالیو د کوربه توب لپاره زمینه او فرصتونه برابر دي.
د طالبانو د بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد وثیق د دغه ریاست فني او مسلکي مرستیال، مل پلاوي او په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد نعیم وردګ د دغه هېواد د ورزش له وزیر شيخ حمد بن خليفة بن احمد آل ثاني سره کتلي دي.
په دې کتنه کې وثیق یادونه کړې چې هېواد کې بشپړ امنیت دی او د بهرنیو سیالیو د کوربه توب لپاره زمینه او فرصتونه برابر دي.
د قطر د ورزش وزیر شيخ حمد بن خليفة بن احمد آل ثاني د افغانستان د ورزش وروستۍ لاس ته راوړنې د خوښۍ وړ وبللې او په دغه برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
وثیق دوه ورځې وړاندې د قطر په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی او تمه ده دوه ورځې به نور هم د دوحه کې له ورزشي مسولینو سره لیده کاته وکړي.