د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ شپږمه ناسته کې ویلي، مسکو غواړي چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.
دغه راز دې غونډه کې ښاغلي لاوروف له امنیتي ګواښونو او نشهيي توکو سره د اسلامي امارت ګټوره مبازه ستایلې او ویلي یې دي، چې روسیي شرکتونه د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د وروستیو پېښو له امله د اقتصادي اتصال برخو کې د افغانستان ارزښت لا زیات شوی دی.
د افغانستان په اړه د مسکو غونډه نن ترسره شوه.