افغانستانخبرونه

سبا او بله ورځ د افغانستان په څو ولایتونو کې د درنو ورښتونو اټکل شوی

راتلونکې دوه ورځې د افغانستان په هریرود، هلمند، کابل او امو سیندونو حوزو کې د سختو ورښتونو اټل شوی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت د خبرپاڼې له مخې د اوبو د سطحې لوړوالی په ځانګړي ډول په بادغیس، غور، هرات، دایکندي، فراه، زابل، غزني، لوګر، میدان وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، د تخار او بدخشان په مرکزونو، تالقان او فیض‌آباد کې ډېر ممکن دی.

په خبر پاڼه کې همدا ډول راغلي چې د روښتونو له امله ددې امکان هم شته چې سیلابونه راووځي.

تر دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د روښتونو او سیلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو.