د بلوچستان د نوشکي په سرحدي سیمه کې د افغان طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې پکې د مرګ ژوبلې راپوره ورکړل شوي دي.
د بلوچستان د نوشکي د کمېشنر مرستیال امجد سومرو پرون رسنیو ته ویلي چې افغان لوري ته یې درانه تلفات اړولي دي.
تر اوسه د طالبانو حکومت ددغه نښتې په اړه څه ندي ویلي.
هیره دې نه وي چې په دې ورستیو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډيورنډ په اوږده کرښه هميش د نښتو خبرونه ورکول کیږي.