افغانستانخبرونه

کندهار کې یو سړي خپله میرمن په ډزو وژلې ده

له کندهار راپورونه وایي چې دغلته د ارغنداب په ولسوالۍ کې یو کس خپله کم عمره میرمن په ډزو وژلې ده.

د اغنداب ولسوالۍ مرستیال رسنیو ته ویلي چې پېښه د ګل کلاچې په سیمه کې ترسره شوې یو خاوند خپله پنځلس کلنه مېرمن په ډزو وژلې او خپله په تېښته بریالی شوی خو دوی یې د نیولو هڅې روانې کړي دي.

مالومات ښیي چې، د نجلۍ خاوند تېره شپه د خپل خسر کور ته ورغلی، نجلۍ يې په ډزو وژلې او د نجلۍ ورور يې ټپي کړی دی.

تر اوسه مالومه نده چې ولې دغه میرمن وژل شوې ده.