په کابل کې د امام ابو حنیفه په نامه د سوداګرۍ خونې نندارتون ګډنوالو په دغه نندارتون کې له نا انډولۍ نه شکایت کړی دی.
د سوداګرۍ خونې ددغه نندارتون نن دوهمه ورځ ده چې په لومړۍ ورځ یې میرمنو ګډنوالو شکایت درلود چې ښځو ته شاتنۍ برخه کې ځای ورکړل شوې.
ددې ترڅنګ د طالبانو د اقتصاد وزارت معین عبدالطیف نظري د پرانېستې له مراسمو څخه وتلی، او ویلي یې دي چې دغه نندارتون ملي نه دی.
د سرچینو په خبره، عبداللطیف نظري په دې باور دی، چې د نندارتون د محصولاتو د معرفي کېدو په برخه کې قومي توازن په پام کې نه دی نیول شوی.
په دې نندارتون کې د افغانستان، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو، چین، ایران، ترکیې او جاپان تولیدات په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې ایښودل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کرنې، د غالیو د صنعت، بانکدارۍ، روغتیا، لاسي صنایعو، ټرانسپورټ، لوژیستیک، ساختماني او زدهکړو په ګډون بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سکتورنو په دې نندارتون کې برخه اخیستې ده.