په خوست کې طالب چاروکو ویلي چې مشر یې ملا هیبت الله ورته سپارښتنه کړې چې په ډيورنډ پوله دې له ناغیړۍ او غفلت نه ډډه وکړي.
د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو څانګې تېره ورځ په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغه ولايت مرستیال مولوي محبوب شاه قانت له ملا هبتالله سره لیدلي او هغه ورته ویلي، چې پر ډیورنډ کرښه پرتو پنځو ولسوالیو په چارو کې به نوره «ناغیړي او غفلت» نه کوي.
د رسنیو څانګي دا ندي لیکلي چې په ډيورنډ پوله کومې تیروتنې شوي چې مشر یې غفلت ګڼلی دی.
هیره دې نه وي چې په تېره میاشت کې څو ځلې د طالبانو او پاکستاني پوځ تر منځ خوست ته څېرمه پر ډیورنډ کرښه نښتې وشوې او دواړه لوریو ته په کې مرګ ژوبلې اوښتې وې.