
کابل ټیلیګراف د وږي ۱۸مه ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو پوځ ویلي، چې د دغه هېواد د استخباراتي ادارو په مرسته یې په دوحه کې هغه ساختمان په نښه کړی، چې به کې د حماس ډلې غړو شتون درلود.
دوی ادعا کړې، چې په دغه برید کې د حماس ډلې هغه قوماندانان په نښه کړي، چې د ۲۰۲۳م اکتوبر راهیسې د ډیرو بریدونو د رهبرۍ مسؤلیت درلود.
د صهیونیست رژیم ۱۴ چېنل په تازه راپور کې ویلي چي د حماس غورځنګ په نښه شوې غونډه کې خلیل الحیه او زاهر جبارین ګډون کړي وه.
ځینې داسي راپورونه هم شته چي خالد المشعل د دې غورځنګ جګپوری غړی هم په دې برید کې شهید شوی دی.
حماس پورې اړوندې سرچینې وایي چي برید داسي مهال وشو چي د دې غورځنګ مشرانو د ټرامپ له خوا وړاندې شوې د اوربند د طرحې په هکله مشورې کولې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت دا برید په کلکه وغانده او دا یې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.
د محلي سرچینو په وینا، چاودنې د یوې فابریکې یوه برخه ویجاړه کړه او لږ تر لږه درې کسان یې ټپیان کړل.
تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره شوي. د قطر امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او تحقیقات یې پیل کړي دي.
د اسرائیلي رسنیو راپورونو ادعا کړې چې دا برید د قطر په خاوره کې د یوې وسله والې ډلې د احتمالي فعالیتونو پر ضد ترسره شوی، خو قطر دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا یو غیرقانوني پوځي اقدام دی چې د دوی ملي حاکمیت ته زیان رسوي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، په یوه خبري غونډه کې وویل: “موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې دا برید په کلکه وغندي او د داسې کړنو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.”
هغه زیاته کړه چې قطر به د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د خپل مستقیم غبرګون حق خوندي ساتي.