ځانګړي برخهمقالې

خپلواکي، غازي امان الله خان، افغانستان او طالبان!

راحت زيارمل

يادښت: په دې ليکنه کې هڅه شوې ده چې د خپلواکۍ اساسي بنسټونه وپېژندل شي، د افغانستان د خپلواکۍ له اعلان وروسته د غازي امان الله خان په دوره کې د دغو بنسټونو د رغونې او په اوسني وخت کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره يې پرتلنه وړاندې کړو.

افغان سيد جمال الدين ته منسوبه وينا ده چې « خپلواکي ورکول کېږي نه، اخيستل کېږي».

جان آډمز وايي: «ازادي پرته له دې چې خلک پر خپلو اساسي حقونو خبر وي او لاسرسی ورته ولري، نه ساتل کېږي».

ګاندي بيا خپلواکۍ له بېل نظر نه ګوري، هغه وايي: « ته کولای شې چې ما بندي کړې، هډونه مې مات کړې، له منځه مې يوسې خو ته به هېڅکله زما د فکر او بيان ازادي په زنځيرونو ونشې تړلی».

د جنوبي افريقا پخوانی ولسمشر او په نړۍ کې د تبعيض په وړاندې مخکښ مبارز نيلسون مانډېلا وايي چې په کور او کوڅه کې له امنيت او خونديتوب پرته ازادي بې‌مانا ده.

مانډيلا بل ځای وايي: «ازادي يوازې د استبداد د زنځيرونو ماتول نه دي، بلکې په داسې طریقه ژوند کول دي چې د نورو ازادۍ ته درناوی ولرې او زيان ورته ونه رسوې».

جان لاک هم همدغه خبره کوي: «ټول انسانان … ټول مساوي او خپلواک دي، هیڅوک باید په خپل ژوند، روغتیا، ازادۍ، یا شتمنیو کې بل ته زیان ونه رسوي».

د نړۍ لويو لویو مبارزينو، سياستوالو او سياستپوهانو خپلو مبارزو ته په کتنه د خپلواکۍ لپاره ځانګړي تعریفه وړاندې کړي، خو دا چې يو ملت بايد څه ډول خپلواک وي او د خپلواکۍ لپاره يې کوم ارزښتونه اړين دي يا دا چې کوم ارزښتونه دي چې له هغه پرته يوه ملت ته خپلواک نه شو ويلی، یا يې خپلواکۍ تر پوښتنې لاندې راتللی شي، دلته پرې لنډ بحث او د افغانستان د ۱۰۵ کاله وړاندې خپلواکي او اوسني حاکم وضعيت ته پرې لنډه کتنه کوو.

تاسې به ضرور دا پوښتنه په ماشومتوب کې اورېدلې وي چې د اسلام بناء څو دي؟ يا د لمانځه ارکان کوم دي؟
هو، همدغه ارکان او بناء يادوم، چې په ساده ژبه کې ورته اساسات يا بنسټونه ويلی شو. دا هغه ارزښتونه دي که د دوی له منځه يې يو هم موجود نه وي يا فاقد وي نو يو پرې ولاړ يا تکيه ارزښت بې مانا دی او خپل مفهوم نشي وړاندې کولای.

د يوه ملت د خپلواکۍ لپاره هم نږدې لس داسې اساسات پېژندل شوي، که د هغو له منځه يې يو ارزښت هم ملت ونه لري نو هغه ملت بشپړ خپلواک نه دی.

د قانون حاکميت، ډيموکراسي اود سياست ازادي، انفرادي حقونه او ورته درناوی، خپلواکه قضاييه قوه، ملي امنيتي ځواکونه، حساب ورکوونکې او شفافه حکومتولي، اقتصادي ازادي، مدني ټولنه او د بيان ازادي، ښوونه او روزنه، کلتوري-مذهبي ازادي، بشري اساسي حقونه او امنيت و خونديتوب هغه څه دي چې له يوه پرته يې هم د يوه ملت خپلواکي خپله مانا له لاسه ورکوي.

غازي شاه امان الله خان او د خپلواکۍ د بنسټونو رامنځته کول:

د ۱۹۱۹ کال د اګسټ له ۱۹مې نېټې د خپلواکۍ له اعلان سمدستي وروسته شاه امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ د بنسټونو د تقويې په موخه په دولت کې د اصلاحاتو لړۍ پیل کړه چې مطلقه شاهي نظام يې د خلکو په راګډولو سره ورو ورو په مشروطه شاهي بدل کړ او د ملت او دولت تر منځ فاصلې يې رالنډې کړي.

شاه امان الله خان د حکومتي نظام د منظمولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړل، هغه اجرايه قوه منظمه کړه او صدراعظم او وزيران يې پر دندو وګمارل. شاه د لومړي ځل لپاره درې ګونې قوې په نوي سېستم تنظيم کړې. د پارلماني نظام بنسټ يې کېښود، د ده په واکمنۍ کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان درې رنګه بيرغ (تور، سور او زرغون) بيرغ جوړ شو.

۱ – د قانون حاکمیت: که د يوه ملت له خپلواکۍ وروسته کوم عادلانه قانون موجود نه وي او يا تطبيق قابل نه وي، نوهغه ملت هېڅ وخت خپلواک نه بلل کېږي. 

د قانون د حاکميت په برخه کې د شاه امان الله خان لومړی کار دا و چې د افغانستان لومړنی اساسي قانون يې رامنځته کړ او د دغه قانون نه وروسته نور فرعي قوانين ( د کورني تولید د تقويې قانون، د ځمکو لپاره نغدي مالیاتو قانون،  د څارویو د مالیاتو لپاره د محصول قانون، د کرنې د مامورینو او مالیاتو د ترلاسه کولو قانون، د اداري مامورینو او حاکمانو قانون، د رسینو لومړنی قانون، د ښځو د خوندیتوب قانون، د تقاعد قانون، د طبابت قانون، د صنعت قانون، د دولتي املاکو د خرڅون قانون) وليکل شول او پر دولت او ملت يو ډول تطبیق شول.

د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې (رياست محفل وضع قوانين) د نويو قوانينو د جوړېدلو لپاره رامنځته شو چې عالمانو، پوهانو، ترجمانانو اوليکوالانو پکې کار کاوه.

۲- ډيموکراسي يا د سياست ازادي: دغه برخه د يوه خپلواکه ملت د حکومتولۍ او ولسي ګډون برخه پیاوړې کوي او له دې پرته خپلواکي تر سوال لاندې راتلی شي. په دې سره وګړي حق لري چې په ازادو او عادلانه ټاکنو کې برخه واخلي، په حکومتولۍ کې خپله ونډه ولري او له سیاسي ازادیو څخه برخمن وي لکه د راغونډېدو، لاریون کولو او سیاسي ګوندونو جوړولو حق.

د غازي امان الله خان په دوره کې کې ۱۹۲۲ د جلال اباد او ۱۹۲۴ کال پغمان لويې جرګې راوغوښتل شوې چې د ولس استازو پکې د اساسي قانون د جوړېدو تر څنګ د حکومتولۍ، نړيوالو سياسي او د اتباعو د حقوقو په برخه کې مهمې پرېکړې وکړې. د مشروطيت د غورځنګ بنديان يې خوشې کړل او دغه غورځنګ يې لا تقويه کړ. ولس ته يې د اعتراض حق ورکړ او هر چا د دولت په ناسمو کړنو اعتراض کولای شو. رسنۍ رامنځته شوې، چې د بيان د ازادۍ په برخه کې به يې نومونه ذکر کړو.

پاچا امان الله خان د لومړي ځل لپاره د پارلماني نظام بنسټ کېښود.

۳- انفرادي حقونه او آزادي: د اساسي بشري حقونو مساوات او رعايت کول  لکه د بیان ازادي، د مذهب ازادي، د مطبوعاتو ازادي او د محرمیت حق، د يوه خپلواکه ملت لپاره د اکسيجن غوندې اړتيا ده او پرته له دغه ارزښتونو يو ملت خپلواکه نه شو بللی.

د شاه غازي امان الله خان په دوره کې لومړی کار چې د بشري حقونو په برخه کې وشو هغه د غلامۍ خاتمه او د انسانانو د پلور مخنيوی و. بيګار غير قانوني وګرځول شو، د قبایلي خانونو، درباریانو او د شاهي کورنۍ لیرې خپلوانو معاشات او امتیازات لغوه شول، ښځو ته په سياسي ټولنيزو او ښوونيزو چارو کې د ګډون رسما حق ورکړل شو، د نجونو لپاره مدرسې او ښوونځي جوړ شول، د ښځو د خونديتوب قانون جوړ شو، د پغمان په لويه جرګه کې د ملت ښځينه استازو ګډون وکړ، هندو مذهبه وګړو ته ځانګړي ښوونځي جوړ شول، د تقاعد قانون تصویب شو، رسنۍ ازادې شوې او له يو درجن زياتو( اتحاد مشرقي ولسي جريده، د افغانستان ملي راډيو، د ښځو لومړنۍ جريده ارشادالنسوان، طلوع افغان ورځپاڼه، انيس جريده، په هرات کې د اتفاق اسلام اخبار، په شمال کې بيدار اخبار، په مزار کې اتحاد اسلام اخبار، په بغلان کې د اتحاد بغلان اخبار، په کندوز کې د اتحاد خان اباد اخبار، ستاره افغان اخبار، حقيقت اخبار او امان افغان) رسنيو په فعاليت پیل وکړ.

۴- خپلواکه قضایه: هغه قضایی سیسټم دی چې د دولت له نورو څانګو څخه خپلواک وي، په بې طرفه توګه د قانون د پلي کولو او د اتباعو د حقونو د ساتنې وړتیا ولري.

د شاه امان الله خان په دوره کې قضاء ته ځانګړې توجه وشوه او واکونه او صلاحيتونه يې د پخوا په پرتله زيات شول حتا د يوه مستقل بنسټ شکل يې اختيار کړ. د قضاييه قوې د کار د تقوې په موخه قوانين جوړ شول او تطبيق ته يې دولت ژمنتيا وښوده. د سوداګرۍ معاملاتو لپاره ځانګړې شرعي محکمه جوړه شوه او قاضيانو ته د پخوا په پرتله امتيازات او تشريفات زيات شول.

۵- ملي امنيتي ځواکونه: ملي امنیتي ځواکونه د يوه ملت د دفاع او خپلواکۍ د ساتنې لپاره د ملا د تير حيثيت لري.

غازي امان الله خان د خپلې پاچاهۍ په لومړيو وختونو کې د پخوانۍ اردو د تقويت په موخه په نظامي ځواکونو کې ريفورم راووست، تيت وپرک د خپلواکۍ غازيان يې د ملي پوځ په ليکو کې تنظیم کړل، د لومړي ځل لپاره افغانستان ملي هوايي ځواک جوړ کړ، د سپينو باروتو توليد په کابل کې پيل شو، له بهره ځينې نظامي تجهيزات واخيستل شول او په کابل کې د وسلو جوړولو فابريکې په توليد کې زياتوالی راغی.

۶- حساب ورکوونکې او شفافه حکومتداري: هغه دولتي بنسټونه چې په خپلو کارونو کې شفاف وي او خلکو ته ځواب ورکوونکي وي، ډاډ ترلاسه کوي چې له واک څخه ناوړه ګټه نه اخیستل کیږي. دا اصل د خپلواکه ملت د خپلواکۍ د تقويت لپاره ډېر مهم او اساسي دی.

د شاه امان الله خان په دوره کې ملي شورا رامنځته شوه چې د له ولسي استازو جوړه وه او د دولت د مقننه قوې ترڅنګ يې د دولت له کارونو څار درلود او په ځينو برخو کې يې د حساب اخيستنې/ استجواب صلاحيت درلود.
د امان الله شاه غازي په دوره کې دولت د خپلو فعاليتونو ورځني ګزارشات د رسنيو له لارې خپرول، له ولسونو سره د پاچا او حکمرانانو مسلسلې ناستې زياتې شوې، خلکو د خپلو حقونو غوښتنه کولای شوه او د ملي بوديجې د عوايدو او مصارفاتو لپاره د ولس استازو او رسنيو له لارې ولس ته معلومات ورکړل شول.

۷- اقتصادي آزادي: د افرادو حق دی چې خپل اقتصادي فعالیتونه کنټرول او پرې واک ولري، د کار کولو، تولید، مصرف کولو او پانګونې آزادي ولري. همدارنګه دولت ورته د اقتصادي پياوړتيا په موخه لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.

د غازي امان الله خان په وخت کې د پانګونې او سوداګرۍ په موخه ځانګړي قوانين او لوایح تصويب شول او نه يوازې سوداګر پانګونې ته وهڅول شول بلکې پخپله دولت هم په دې برخه کې لازم اقدامات وکړل. د لومړي ځل لپاره کاغذي بانکنوټونه چاپ شول او د برښنا توليد ته پراختيا ورکړل شوه. دغه دوره په افغاني صنعت کې د پرمختيايي انقلاب دوره وه. د صنعت د توليد قانون تصويب شو.

د چاپ مطبعې رامینځته شوې، دسمنټو صنعت تولید پراختیا،د  بورې تولید،د ګوګړو تولید، د کاغذ توليد، د عطر جوړولو پروسس، د پنبې پروسس، د نباتي غوړو پروسس، د يخ جوړولو، د خاکي تېلو ويستلو پروسس، د  ښيښې جوړولو صنعت، د غوړ ايستلو صنعت، دمېوو د کنسروا کولو صنعت، د چرم جوړونې کارخانه، د دوا جوړولو کارخونه، د موټرو د پرزو جوړولو او ترميم کارخانه، د سابون جوړولو فابريکه، د نجارۍ صنعتي فابريکه، قند جوړونې فابريکه، د پنېر او کوچو فابريکې رامنځته شوې، د مرکز او ولايتونو تر منځ د ټیليګراف او ټيلفون لاينونه تمديد شول او د غازي بند، د غزني د سراج بند جوړولو ترڅنګ د ننګرهار او کندهار د برق سټیشونه تر لاس لاندې ول او مختلف سوداګريز شرکتونه جوړ شول او له نړۍ سره سوداګري او اقتصادي راشه درشه زياته شوه.

د کابل او سترو ولايتونو سره د هوايې چلند ټينګېدل او د کابل او نورو هېوادونو لکه ترکيې، ايران، هند، شوروي او نورو سره د هوايي پوستي ليکو ټينگولو ته يې د خپلو اقتصادي او پراختيايي پروگرامونو په سر کې ځاې ورکړ.

۸- مدني او علمي ټولنې : مدني ټولنه او ټولنيز رضاکارانه ګډون په ولسونو کې د مالکيت حس پیاوړی کوي او د يوه خپلواکه دولت په چارو کې ولس دخيل کوي.

د شاه امان الله خان په وخت کې د مختلفې ټولنې رامنځته شوې چې ليکوال او اهل علم او سياستپوهان به پکې راټولېدل او علمي او سياسي فعاليتونه به يې کول. مخکې مو ذکر کړل چې مختلف رسنيز بنسټونه رامنځته شول او په سياسي چارو کې د خلکو دلچسپي او ګډون زيات شو، د مشرطيت غورځنګ وځلېد، د ويښ زلميانو غورځنک پيل شو، پښتو ټولنه او نور انجمنونه رامنځته شول.

۹- ښوونه او روزنه: پرته له ښوونې او روزنې د يوه ملت خپلواکي هېڅ وخت تحقق نه مومي او خپلواکه نه پاتې کېږي.

د امان الله خان د اساسي قانون د اته شپېتمې مادې له مخې د ښوونې او روزنې زده کړه تر ابتدايي درجې اجباري وه او حتا د غيرحاضرۍ په صورت کې به له زده کوونکې ۵ ټنګې جرمانه اخېستل کېده. هلکان او نجونې پرته له کوم تبعیض نه رسماُ د ابتدايي او لوړو زده کړو د ترلاسه کولو جوګه شوې.

شاه امان الله خان په پوهنه باور درلود هغه غوښتل چې په هېواد کې پرمختللی ښوونيز نظام رامنځته کړي، امان الله خان له ترکيې او مصره څو استادان په کابل کې په دنده وګمارل او له فرانسې سره يې د يو ښونيز نظام پر رامنځته کولو هوکړه وکړه چې په پايله کې څلور نارينه او يوه ښځينه پروفيسره کابل ته راغله او په اماني ليسه کې چې وروسته په استقلال بدله شوه دولسو زده کونکو ته روزنه ورکوله چې وروسته بيا دا شمېر سلګونو ته ورسېد.

د امان الله خان په دوره کې زده کونکي بهرنيو هيوادونو ته واستول، همدارنګه په کابل کې په فرانسوي، انګليسي، روسي، ترکيي او الماني ژبو ښونځيو کې زده کړې ورکول کېدې چې د شيشې سازۍ، تلګراف او محاسبې په اړه پکې روزنه ورکول کېده.

د امان الله خان په دوره کې ښوونځي وړيا وې او حتا تر لومړنيو زده کړو وروسته به د ښوونځيو زده کونکو ته يو څه اندازه پېسې، لباسونه او غذا د دې لپاره ورکوله چې خلک تحصيل ته دوام ورکړي.

د شاه په وخت کې د عصري زده کړو سربېره ديني زده کړو ته خاص پاملرنه کېده او د درس نيمايي يا تر نيمايي زياته برخه اسلامي زده کړو ته خاص شوې وه.

شاه امان الله خان لومړنی پاچا و چې افغانستان کې ښځو ته د زده کړو حق ورکړ او د هغه ميرمنې ملکې ثريا د ښځو لومړی (مستورات) ښونځی هم جو کړ.

د هغه د دورې تر پايه په افغانستان کې نږدې اوه لکه کتابونه چاپ شول او د معارف وزارت لخوا د معارف چاپځای هم تاسيس شو.

په (۱۹۲۸) کال کې د شاه امان الله د حکم له مخې د لومړي ځل لپاره کالج جوړ شو چې ښوونځيو ممتازه زده کوونکو ته د لوړو زده کړو زمينه برابره کړه.

۱۰- کلتوري/ مذهبي ازادي: له تبعیض او جبر پرته د خپل کلتور، دودونو او هویت په آزاده توګه د تمرین او لمانځلو وړتیا ته کلتوري ازادي ويل کېږي. يوه ملت د خپلواکه اوسېدو لپاره دا ډېر مهم ارزښت دی. که يو څوک کلتوري/ مذهبي ازادي ونلري نو هېڅ وخت ورته خپلواک نه شو ويلی.

د غازي امان الله په واکمنۍ کې مسلمان، هندو، يهود او نورو کمو مذهبي/ قومي توکمونو د مسلمانانو ترڅنګ د خپلو مذهبي مراسمو د اجرا خپلواکي درلوده او حتا د افغانستان د اتباعو له ټولو حقوقو برخمن ول. د نفوسو د شمېر له مخې هندوانو او سيکانو ته دولتي ښوونځی جوړ شو. په نورو ښوونځيو کې تر ۵۰ سلنه مذهبي زده کړې روانې وې. د هر چا د دود او دستور ته خاص احترام کېده او هېڅ ډول، مذهبي، ژبنی او قومي تبعیض چا نه شو کولای.

هر چا کولای شو چې خپل کولتور وساتي او ونمانځي او پرته له ډاره د خپلو هويتي ارزښتونو پالنه وکړي. غلامي رسماً غيرمشروع وګڼل شوه او د هويت له مخې د ټيټ او پورته پوړ تر منځ توپير ختم شو.

۱۱- امنیت او خوندیتوب: د هر ډول تاوتریخوالی او ګواښونو پرته ژوند او د دې تضمین کول چې اتباع کولی شي په سوله کې ژوند وکړي او پرته له ویرې خپل ژوند او ازادۍ تعقیب کړي؛ امنيت او خونديتوب ګڼل کېږي.

د شاه غازي امان الله په دوره کې د قوانينو په رامنځته کېدو او عادلانه تطبيق په مرسته د ټول ملت خونديتوب تضمين شو. دولتي حاکميت په ټول افغانستان کې تر لېرې لېرې درو او بانډو پورې وغځېد او ټول ولس د يوه مرکزي دولت تابع ول. قانون ماتوونکي په سزاوو محکومېدل او ولس د امنيت او خونديتوب په برخه کې له دولت سره همکار و. حتا د امنيتي ځواکونه د کاري بوختيا د کمبود له امله د هېواد په سترو سترو ودانيزو پروژو کې په کار بوخت ول.

د خپلواکۍ اساسات او طالبان:

طالبان چې په ۲۰۱۹ کال په قطر کې له امريکا سره د لوظنامې له مخې دا مهال (د ۲۰۲۴ کال د اګسټ ۱۸مه) په افغانستان حاکم دي او پخوا يې هم له ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې پر افغانستان حکومت کړی، له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۲۱ کاله پورې يې په ظاهرا د امريکايي ځواکونو خو په حقيقت کې د افغانستان د جمهوري دولت په وړاندې جنګ کړی او د لسګونه زره افغانانو په وژلو يې لاسونه سره دي.

د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه يې په دوحه کې له امريکايانو سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته يوه تفاهمنامه! (لوظنامه) لاسليک کړه چې پکې يې امريکا سره ژمنه وکړه چې د طالبانو حاکميت به هېڅکله هم د امريکا ګټو ته زيانمن نه وي او حتا د امريکا د ګټو په خاطر به په افغانستان کې نورې مذهبي-جنګي ډلې ځپي او نه به پرېږدي چې په افغانستان کې خپلې ريښې ټينګې کړي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵مه نېټه طالبان د نورو بهرنيو ځواکونو په مرسته په کابل وروختل او جمهوري نظام ړنګ شو. طالبانو ظاهرا ولس ته د بهرنيو ځواکونو د وتلو او ماتي مبارکي ورکړه او هر کال دغه ورځ د خپلواکۍ د جشن په توګه نمانځي.

اوس راځو چې ايا ۱۰۵ کاله وروسته د افغانستان د خپلواکۍ بنسټونه د طالبانو تر حاکميت لاندې په څه حال دي؟

۱- د قانون حاکميت: طالبانو تر اوسه پورې د افغانستان اساسي قانون او لسګونه نور نافذه قوانين ځنډولي او د ۳ کالو په تېرېدو سره په دې نه دي توانېدلي چې قانون پر ولس او طالبانو يو ډول تطبيق کړي. د افغانستان مقننه قوه (پارلمان) يې ړنګ کړی او ټول سیسټم يې د اميرالمومنين په نوم د يوه زعامت (په هو او نه) پورې تړل دی. ظاهراً دوی د شرعي قوانينو د تطبيق ادعا کوي خو د دوی هر وسلوال غړی په خپله سيمه کې عسکر، قاضي، امير او والي دی. ډېر ځله داسې پېښ شوي دي چې د دوی وسلوالو افرادو د خلکو په منځ، په عمومي او سړکونو او نورو عامو ځايونو کې خلک په ډزو ويشتلي وي او نور ترې په خپله مخه تللي وي. د دوی خپل فرمانونه حکمونو په نهايي تشدد او جبر سره پر ملت تطبيقېږي او هېڅوک پرې د نيوکې حق نه لري. د فرمانونو خپلو حکمونو په صادرولو کې د ملت غوښتنې په پام کې نه نيول کېږي بلکې دوی پخپله خوښه هر څه پر ملت تطبيقوي او مني.

۲- د سياست ازادي او ولسواکي: د طالبانو تر واک لاندې په هر ډول سياسي ازادۍ بنديز لګول شوی، ټول ګوندونه يې منحل او غير رسمي اعلان کړل او حتا په ټولنيزو رسنيو کې په سیاسي وينا بنديز دی او عاملين يې په سختو سزاوو محکومېږي. ولسواکي ډاګيز کفر ګڼل کېږي او د ولسواکۍ ټول بنسټونه (د ټاکنو خپلواک کميسيون، پارلمان، ولايتي شوراګانې، د پارلماني چارو وزارت، احزاب او …) يې لغوه او منحل اعلان کړل. ټولې سياسي راټولېدنې او ناستې يې بندې کړې دي او يوازې د دوی په ګټه تبليغاتو او جلسو ته اجازه ورکړل شوې ده.

۳- انفرادي حقونه او ازادي: د طالبانو په واکمنۍ کې انفرادي بشري حقونه يې اکثريت تر پښو لاندې دي او د بيان ازادي نشته. د رسنيو ازادي نهايي محدوده ده او د دوی تر قوي فلټر لاندې ده. هېڅوک د بیان ازادي نه لري. 

د ښځو او نجونو پر زده کړو محدوديتونه وضع شوي، له شپږم نه تر دولسم ټولګي پورې له هغه پورته د پوهنتون تر هرې کچې د نجونو په زده کړو بنديز دی او ښځينه د کار او دندې حق نه لري. 

ولس سره تبعیضي چلند کېږي او ټول ملت يې په طالب او غيرطالب ويشلی دی حتا د طالبانو په منځ کې هم تبعیض کوي او د ۲۰۲۱ نه وروسته طالبانو او له ۲۰۲۱ نه مخکې طالبانو باندې سره ويشل شوي دي. 

طالبان انفرادي محرميت نه پېژني او هر وخت او هر ځای کې د خلکو په شخصي حريم کې د مداخلې حق ځانته ورکوي.

۴- خپلواکه قضاييه: د طالبانو په واک لاندې افغانستان کې قضاييه قوه ازادي نه لري بلکې د دوی خپل قاضيان پر محاکمو حاکم دي. څارنوالۍ يې لغوه کړې او د جزا کوډ په شمول د نورو قضايي قوانينو په تطبيق کې يې تغيرات راوستي دي. د قضاء هېڅ پرېکړه د دوی د رهبرۍ له مشورې او رضاء پرته نه منل کېږي.

۵- ملي امنيتي ځواکونه: د افغانستان د جمهوري دولت له سقوط سره يوځای د ملي امنیتي ځواکونو تشکيلات منحل شول او وروسته بيا کرار کرار د طالبانو جنګيالي د اردو او پوليسو په تشکيلاتو کې ځاي پرځای شول او يوازې د ملي ځواکونو لباس يې ورواغوست. د طالبانو د اردو عساکر او قومندانان له ملي ارزښتونو زيات د طالبانو د رهبرۍ زعامت ته ژمن دي. يوه منظمه اردو او منظم پولیس ړنګ شول او پر ځای يې طالب ملېشې چې شمېر يې هم په مراتبو کم دی، د ملي ځواکونو پر ځای توظیف دي.

۶- حساب ورکوونکې او شفافه حکومتداري: طالبان ځانونه له خدای پرته هېچا ته حساب ورکوونکي نه بولي. د کلنۍ بوديجې په شمول د حکومتي ادارو د عوايدو او لګښتونو په هکله هېچا او هېڅ رسنۍ ته معلومات نه ورکول کېږي. ولس حتا پر دوی تطبيق کېدونکو قوانينو او حکمونو نه خبرېږي او حکومتولي په يوه ګونګ حالت کې قرار لري. هېڅوک حق نه لري چې د حکومتي کړنو په اړه پوښتنه راپورته کړي. ازادې رسنۍ مطلق بندې دي او هېڅ رسنۍ د حساب ورکونې په برخه کې راپور نه شي جوړولی.

۷- اقتصادي ازادي: د طالبانو په وخت کې د ماليات د نورو ټولو پخوانيو کلونو په پرتله لوړ شوي او حتا يو سوداګر مجبور دی چې څلور پنځه ډوله ماليات تحويل کړي. پر عايداتي منابعو (معدنونو او پروژو) پانګونه يوازې د طالبانو او د دوی د شريکانو حق دی او عام ولس په دغه برخه کې پانګونه نه شي کولای. له نړۍ سره سوداګريزې اړيکې راکمې شوې دي او ډېرې وړې سوداګرۍ، شرکتونه او کارخونې سقوط شوې او له ناکامۍ سره مخ شوې. جرمي اقتصاد (تارياک، قاچاق، مافيايي سوداګري او…) ورځ تر بلې قوي کېږي. سوداګرو او پانګه‌والو تر ممکنه حده پورې خپلې پانګې له هېواده وويستلې او وړې سوداګرۍ په ټپه ولاړې دي.

۸- مدني ټولنه او علمي بنسټونه: د طالبانو له حاکميت سره د علمي ټولنو فعاليتونه او نشرات محدود شول او مدني فعاليتونه بند دي. هېڅوک د قانونمندۍ لپاره عدالت غوښتنه نه شي کولای او مدني فعالين تر نهايي زيات فشار لاندې دي. د يو شمېر کتابونو پر بیا چاپ او خپرولو بنديز لګول شوی، هېڅوک نه پرېښودل کېږي چې د قانوني او مشروع سوليزو لارو خپل حق وغواړي.

۹- کلتوري/ مذهبي ازادي: د طالبانو تر حاکميت لاندې افغانستان کې کلتوري او مذهبي ازادي تر اخري حده محدوديت لري. مذهبي اقليتونه له هېواده وتلو ته مجبور شول او ووتل. حتا په مسلمانانو کې له صوفييزم پرته د نورو مذاهبو او فرقو پر مذهبي مراسمو محدودیت وضع شوی. په کلتوري برخه کې هېڅوک د خپل انتخاب حق نه لري، بلکې د امربالمعروف اداره د خلکو په لباس، څېره او سليقه کې هم مداخله کوي. پر کولتوري میراثونو او پاللو بنديز وضع دی، کولتوري ورځې او ارزښتونه څوک نه شي نمانځلی. فرهنګي ميراثونه تخريب او ورځ تر بلې ړنګېږي.

۱۰- ښوونه او روزنه: د طالبانو په دوره کې پوهنه تر ټولې بدې مرحلې ته رسېدلې. د نجونو زده کړې له شپږم ټولګي پورته بندې دي. ښوونځيو ته کومه توجه نشته او په مقابل کې يې شاوخوا له شېپته زرو زياتې مدرسې جوړې شوې دي. ډېر خصوصي پوهنتونونه د محصلينو د کمبود له امله وتړل شول. د کانکور ازموينې ګډونوال له دوه سوه زره تنو تر ۸۰۰۰۰ تنو پورې راښکته شوی. حتا په بهرنيو سکالرشيپونو ماسټرۍ او دوکتورا تللي د پوهنتون استادان او دولتي مامورين يې منفک کړي. د پوهنې او لوړو زده کړو زياته بوديجه د طالبانو په نظامي تقويت کې لګېږي. په بهر کې روزل شوي افغان متخصصين يا منفک شول او يا يې رتبې ترې واخيستل شوې.

۱۱- امنيت او خونديتوب: د طالبانو په حاکميت کې د ولسي امينت يوه برخه رغېدلې او هغه دا چې طالبانو چې د جنګ پر مهال کومې وژنې او حملې کولې، هغه تر ۹۰ سلنه اوس نه کوي. نور نو ولس د هېڅ شي په برخه کې خونديتوب نه لري، هره شېبه هر څه پېښېدلای شي. طالبي وسلوال په هر ځای کې هر څه کولای شي او له هېڅ ډول قانون وېره نه لري. وژنې، چاودنې او شپني عمليات کېږي، خو پر رسنيو د بنديز له امله نه رسنيز کېږي. په وطن مطلق يو استبداد حاکم دی او هېڅوک فکر نه کوي چې دوی ازاد دي. عام ولس په انفرادي توګه د ذهني او رواني مرييتوب دوره تجربه کوي. عمومي ولږه حاکمه ده، ټولنيز امن نشته او ولس له يوې ځانګړې ناهيلۍ سره مخ دی.

پايله:

د خپلواکۍ د بنسټونو له دغه تحليل او د غازي امان الله د وخت پرتلنه له اوسني روان وضعيت سره دا خبره جوتوي چې افغان ملت په فعلي شرایطو کې حقيقی خپلواکي نه لري او تر يوه مستبد نظام لاندې د مرګ و ژوند تر منځ په محبوس شکل وروستۍ ساه وباسي.

اخځليکونه:

۱- بورګی، محمد طاهر، لويه جرګه مقاله، ‘ورځ’ مجله، لومړی کال

۲- زړن، پوهاند جانس خان، د غازي اعليٰحضرت امان الله خان د واکمنۍ ژورنالستیکي او مطبوعاتي لاس ته راوړنې، پښتون مجله – باچاخان مرکز

۳- سستاني، محمد اعظم او مهريان عبدالله، بررسي اوضاع اقتصادي، اجتماعي وسياسي افغانستان طی سالهای1919-1901ز(1368ز، دولتي مطبع کابل

۴- پوپلزايي، عزيزالدين وکيلي، سفرهای غازی امان الله شاه در دوازه کشور آسیا و اروپا، دولتي مطبعه کابل

۵- پام-س، د غازي امان الله خان دورې ته لنډه کتنه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *