افغانستانخبرونه

طالبانو ومنله چې په غور کې چورلکه غورځېدلې

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

غور کې د طالبانو ځايي مسوولان تاییدوي چې د هوايي ځواک یوه چورلکه یې تېر مازیګر د تولک ولسوالي «نعلبندان» سیمه کې لوېدلې.

د والي ویاند مولوي محمد صادق رصاص وویل، په دغه چورلکه کې د کانونو او پترولیم وزیر هدایت الله بدري او د غور والي هم سپاره وو.

هغه وویل چې د چورلکې سپرلۍ ته زیان نه دی رسېدلی.

ورته وخت کې د طالبانو د دفاع وزارت هم یوه خبرپاڼه کې تایید کړې چې غور ولایت کې یې یوې چورلکې سقوط کړی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغې چورلکې د تخنیکي ستونزو په دلیل تر الوتنې وروسته غره سره ټکر کړی او غورځېدلې، خو سپرلۍ ته یې هېڅ زیان نه دی اوښتی.

خو بل لورته بیا ځایي سرچینو ویلي، چې د چورلکې سپرلي سطحي ټپيان شوي دي.