پاکستان د شل اوریزه لوبلړۍ تر باېللو وروسته د پنځوس اوریزه لوبلړۍ پېسل هم په ماتې سره وکړ

( کابل ټیلیګراف – د وري۹مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
پاکستانۍ لوبډله چې په اتلانو جام سیالېو کې د بدو ماتو وروسته یې ډيری پاکستاني کرکټ مینه وال غوسه کړل د یاد هېواد کرکټ بورډ د نیوزېلنډ د پنځو شل اوریزه لوبلړۍ لپاره خپل مهم لوبغاړي له لوبډلې لرې کړل او پر ځای ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړ چې بیا یې هم لوبلړۍ ۴ پر ۱ سره نیوزېلنډ ته وبایله.
خو اوس تازه یې د پنځوس اوریزه سیالېو په لوبلړۍ کې کېنول شوي لوبغاړي بیرته د لوبډلې برخه کړل خو بیا یې هم نتیجه ورنکړه او د دې سیالیو پېل یې هم په ماتې سره وکړ.
د پنځوس اوریزه سیالیو د پېل لوبه چې بابراعظم او رضوان هم د لوبدلې برخه و لومړۍ توپ وهنه پکې د نیوزیلنډ لوبډلې ترسره کړه چې د ۹ لوبغاړو په زیان سره د مارک چپمین د ۱۳۲ ډيري میچل د ۷۶ او محمد عباس د ۵۲ منډو په کولو سره یې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۳۴۵ منډو هدف ورکړ.
عرفان خان ۳ اکیف جاوید او حارث رووف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
که څه هم د پاکستانۍ لوبډلې پېل بند نه خو دا چې هدف لوړ او وروستېو لوبغاړو یې سمه لوبه ونکړه نو د ټولو لوبغاړو په زیان سره یې په ۴۴.۱ اور کې یې ۲۷۱ منډې جوړې کړې او لوبه یې ۷۳ منډو په توپیر نیوزېلنډ لوبډلې ته وبایلله.
پاکستانۍ لوبډلې ته په توپ وهنه کې ډيره موده وروسته بابراعظم ښه توپ وهنه وکړه او ۷۸ منډې ترسره کړې سلمان اغا بیا ۵۸ منډې وکړې خو لوبډلې یې بریا ترلاسه نشو کړای.
نتین سمیت بیا څلور پاکستاني لوبغاړي وسوځول او لوبډلې یې تر بریا ورسوله.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان په دې سفر کې چې نیوزېلنډ ته یې د سیالیو لپاره کړی تر دې مهاله د شپږو لوبو یې یوازې یوه پاکستان او پاتې نورې ټولې یې نیوزیلنډ ګټلي، چې پنځه یې شل اوریزه او یوه یې پنځوس اوریزه سیالۍ تره سره شوې ده.