خبرونهلوبې

په کندهار کې د روژې جام کرکټ سیالۍ پیل شوې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

په کندهار ولایت کې د روژې جام کرکټ سیالۍ د دولسو لوبډلو په ګډون سره پیل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، دا سیالۍ به د لسو اورونو په بڼه ترسره شي او دولس لوبډلې به په کې برخه واخلي.

په دې لوبو کې ګډون کوونکي ۶ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوي چې شل ورځې به یې سیالۍ دوام وکړي.

په افغانستان کې د رمضان جامونو ترسره کول د سپورتي سیالیو یو مشهور دود دی.

د روژې جامونو د ترسره کولو اصلي هدف د سیالۍ لپاره د سالم چاپیریال رامینځته کول او سپورټ ته د ځوانانو هڅول دي چې په فزیکي فعالیتونو کې برخه واخلي.