افغانستانخبرونه

بامیان ولایت کې د قومي او قبیلوي دښمنیو له امله نښته کې ۱۰ تنه ټپيان شوي

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

بامیانو ولایت کې د طالبانو مطبوعاتي دفتر نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د دغه ولایت د شېبر ولسوالۍ د محمد کیچه په کلي کې تېره شپه د قومي او قبیلوي دښمنیو له امله نښته شوې.

خبرپاڼه کاږي چې د دې نښتې په پایله کې د یوې ځوانې نجلۍ په ګډون لس کسان د وسلو په کارولو ټپیان شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پیښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د محمد کیچه کلي اوسېدونکي په جومات کې د ماښام لمونځ ادا کاوه.

د معلوماتو له مخې، په هغه وخت کې وسله‌وال کسان چې د کلاشینکوف ډوله وسلو، چاقوګانو، اوسپنې وسایلو او لاس لرګیو سره وو، جومات ته ننوتل او په لمونځ کونکو یې ډزې وکړې او په فزیکي برید یې وکړ.

د معلوماتو له مخې، د پیښې د څلورو ټپیانو روغتیایی حالت د اندیښنې وړ بلل شوی او نور ټپیان د قناعت وړ دي.

طالبان وایيؤ د شیبر ولسوالۍ د محمد کیچې کلي کې د وسله‌والې نښتې په تړاو، شپږ کسان د شکمنو او اصلي عاملینو په توګه پېژندل شوي دي.

سرچینه زیاتوي د دوی په وړاندې تحقیقات او قانوني او قضايي اقدامات روان دي.