
( کابل ټيليګراف (سلواغې ۲۸– ۱۴۰۳ لمريزکال )
هندي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په پلازمېنه نوي ډهلي کې د اورګاډي په يو تمځای کې د خلکو د ګڼې ګوڼې د زیاتوالي له امله ۱۸ کسان مړه شوي دي.
خلکو د کوم میلا یوې مېلې ته د تګ پرمهال ځان ژر رسولو له امله ګڼه ګوڼه زیاته کړې او دا پېښه رامنځته شوې ده.
هندي رسنۍ وايي، چې په مړو شویو کسانو کې ۱۱ ښځې او ۴ ماشومان دي.
د هند لومړي وزیر نرندرا مودي پر خپله اېکسپاڼه باندې د دغې پېښې قربانیانو او د هغوی له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې او ډاډ يې ورکړی چې مرستندویه ډلو د پېښې ځای ته ځانونه رسولي او د مرګ ژوبلې د ډېرېدو مخه نيول شوې ده.
دا مېله هر ۱۲ کاله وروسته جوړېږي او دا ځل اټکل شوی وو چې ۴۰۰ ميليون خلک په کې برخه واخلي.