خبرونهنړۍ

ایران او سعودي عربستان په غزه او لبنان کې د ‏جګړې پای رسېدو غوښتنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د سعودي عربستان د بهرنیو ‏چارو وزیر فیصل بن فرحان په غزه او لبنان کې د جګړې سملاسي پای ته ‏رسېدو غوښتنه کړې ده.‏

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چهارشنبه د اکټوبر پر ۹مه د سعودي ‏عربستان په پلازمېنه ریاض کې د لیدنې پرمهال له غزې او لبنان سره د بېړنیو ‏مرستو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

عباس عراقچي همداراز په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د تهران او ‏ریاض د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.‏

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن سهار سعودي عربستان ته سفر وکړ او د خپل ‏سفر موخه یې د منځني ختیځ په ځانګړي ډول د غزې او لبنان پر حالاتو خبرې ‏اترې یاده کړې وه.‏

‏ عراقچي تېره اوونۍ لبنان او سوریې ته سفر کړی و.‏

ټاکل شوې چې سبا قطر ته سفر وکړي.‏