د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، په ازبکستان کې د دغه د دوی سفیر شیخ عبدالغفار بهر خپل باورلیک د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ته سپارلی دی.
سرچېنې لیکلي، همداراز نوموړي د افغانستان په اړه د ازبکستان د نیک نیت ستاینه وکړه او ازبکستان یې د افغانستان ورور هیواد و باله.
یاد وزارت لیکلي، بحر په افغانستان کې راغلی ثبات یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه چې افغانستان کې د پانگونې لپاره ښه زمینه مساعده ده چې باید اعظمي استفاده ترې وشي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، په پام کې ده چې د بحر به په نږدې راتلونکي کې د باورليک اصل د ازبکستان ولسمشر ښاغلي شوکت میرضیایف ته وړاندې کړي.