په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پښتون ژغورنې غورځنګ جرګې ته د امادګۍ په ګډنوالو برید غیرې قانوني عمل ګڼلی دی.
دغه کمېسیون په خپلې ایکس پانې لیکلي، د هغو مظاهره چیانو پر ضد چې وسلې نلري، له زوره کار اخیستل قانوني عمل دی.
له تیرو څو ورځو راپدېخوا ددغه جرګې په پنډغالي د پولیسو دوام داره بریدونه روان دي چې په پروني برید کې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غړي وژل شوي او نږدې دوولس نور ټپيان دي.
که څه هم د پښتون ژوغورنې غورځنګ د پاکستان حکومت له خوا غیرې قانوني اعلان شوی خو ددغه غورځنګ مشر منظور پښتین بیګا په خپله فیسبوک پاڼه ټولو سیاسي ګوندونو او پښتون ته په وینا کې وویل چې جرګه به په هر حالت کیږي.