خبرونهنړۍ

د خیبر جرګې ته لا هم خلک روان دي او تر اوسه هم جرګه نده پيل شوې

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا راببل شوې د خیبر له جرګې تازه راپورونه دادی چې تر اوسه هم جرګه نده پيل شوې.

د جرګې له پنډغالي خبریالانو رسنیو ته ویلي چې د جمعې له لمانځه ورسته دغلته د ډوډۍ پرورګرام روان او لا هم له بیلابیلو سیمو خلک را روان دي.

په پنډغالي کې د مختلفو سیمو خلکو له پاره خیمې درول شوي او د یادو سیمو خلک خپلو خیمو ته ورځي.

د خلکو له راتګ داسې اټکل کیږي چې ممکن د جرګې بحثونه سبا ته پیل شي.

د جرګې پنډغالي ته نږدې انټرنیټ پرې شوي.