د خیبر جرګې د لومړنۍ، دوهمې او دریمې ورځې موضوعات
لیک: احمدشاه ساحل
په تېرو اویاوو کلونو کي پر پښتون ولس د پاکستان له لوري ترسره سوي سیستماتیک ظلمونه او جنایتونه د یو مستند روایت په توګه پر یو لوی سکرین، ګډونوالو ته وړاندي کېږي. په دې څېړنیز راپور کي به، له ۱۹۴۷ کال څخه تر نن ورځي پوري د هر هغه کړاو، وژني، بې عزتۍ، او ظلم په اړه کره شواهد وړاندي سي چي پښتانه یې په دوامداره توګه قرباني سوي دي.
دا معلومات به تر ډېره حده د مرکو، مشاهدو او ارقامو پر اساس وړاندي کېږي. څومره پښتانه د پاکستاني ریاست لخوا په بې رحمۍ وژل سوي، څومره په مرموز ډول نادرکه سوي، څومره زنداني سوي، او څومره بې عزته سوي دي. هغه کسان چي له خپلو کورونو څخه جبري کډوالۍ ته اړ سوي، هغه کلي او بازارونه چي د جګړو په نوم وران سوي، او هغه طبیعي منابع چي لوټل سوي دي، ټول به په دغه مستند راپور کي وړاندي سي.
د دې تر څنګ به د پاکستان له لوري پر پښتنه خاوره د ترسره سویو ”زرګري“ او جعلي جګړو، لوبو او سازشونو په اړه، چي د پښتنو ژوند یې څومره متضرر کړی، هم خبري کېږي. په تېرو اویاوو کلونو کي د هغو درواغجنو وعدو یادونه به هم کېږي چي د پاکستان بېلابیلو حکومتونو د پښتنو سره کړي، خو هېڅکله یې عملي نه کړې. دغه راز به د پښتنو په اړه د پاکستان دوه مخي سیاستونه له تاریخي شواهدو سره یوځای واضح او ګډونوالو ته وړاندي سي.
د دوهمي ورځي موضوع:
د جرګې برخوال او د هري طبقې استازي به د وړاندي سویو معلوماتو په رڼا کي، په یو ځای کي سره غونډېږي او په دې اړه به بحث کوي: دا ظلمونه ولي او تر کومه به روان وي؟ څنګه کولی سو چي د دغو ظلمونو مخنیوی وکړو؟
د دریمي ورځي موضوع:
په وروستۍ او دریمه ورځ کي به یوه پرېکړه وړاندي کېږي چي د پښتون قام د حقونو د خوندي کولو او د خپل راتلونکي د ټاکلو لپاره به د وړاندي تګ یو نقشه وي.