د تیر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د خیبر جرګې هرکلی کړی او ګډنوالو ته یې ویلي چې یوازې نه یاست بلکې ټوله نړۍ درسره ولاړه ده.
حنیف اتمر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « دوی باید پوه شي چې دوی په دې مبارزه کې یوازې نه دي. هغه نړۍ چې په انساني او مدني ارزښتونو باور لري له دوی سره ولاړه ده.»
نوموړی زیاتوي، د دې جرګې تر ټولو مهم تاریخي مسوولیت د سولې، امنیت، عدالت او د خلکو د اساسي حقونو او ازادیو د ترلاسه کولو لپاره د ملت د یووالي او اتفاق ټینګښت دی او د ګډنوالو نه همدا تمه ده چې دوی خپلو موخو ته ورسیږي.
د بهرنیو چارو دغه پخواني وزیر په جرګه کې د شهیدانو او ټپیانو په اړه خواشیني څرګنده کړې او د هغوی کورنیو ته یې تسلیت واړندې کړی.