د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون سره کتلي او په دو ه اړخیزه همکاري يې ټینګار کړی دی.
د دواړو مشرانو دغه لیدنه لومړۍ وه چې د ترکمستان په پلازیمنه عشق اباد کې ترسره شوه.
د رسنیو د راپورنو په اساس دواړو مشرانو د ایران او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزې همکارۍ په لا پیاوړي کیدو ټينګار کړی دی.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کیږي چې په لویدیځ کې اندېښنې په زیاتیدو دي او دواړه هیوادونه په مستقیم ډول په جګره کړې ښکېل دي، روسیه په اوکراین او ایران هم په سیمه کې د نیابتي ډلو په ملاتړ تورن دی.