افغانستانخبرونه

طالبان: د عراق له زندانونو ۲۵ افغانان خوشې شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت لیکلي، یادو افغانانو د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د عراق د بېلابېلو ولایتونو په زندانونو کې شپږ میاشتې تېرې کړې چې له خوشي کېدو وروسته په عراق کې د افغانستان د سفارت له لوري د ایران له لارې هېواد ته راستول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه کسان د نیمروز له سرحدي امریت سره له ثبت وروسته د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای‌او‌ام) ته ورپېژندل شوي دي.