افغانستانخبرونه

رنګین دادفر سپنتا: د خیبر جرګه د مظلومو ولسونو ستره ډيموکراټيکه مظاهره ده

د تیر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا د خیبر جرګې په اړه ویلي چې دا لومړۍ جرګه ده چې د واکمنانو په امر نه بلکې د ښځو او نارینو د عدالت غوښتنې پر بنسټ رامنځته شوې.

ښاغلي سپنتا په خپله اېکس پاڼه لیکلي «د جرګې پرېکړې د ملاتړ وړ دي؛ افغانان ترې زدکړه کولای شي»

د پخواني جمهوري حکومت دغه لوړ پوړي چارواکي لیکلي، چې په خېبر پښتونخوا کې د پښتنو اوسنۍ جرګه د مظلومو ولسونو تر ټولو ستره دیموکراتیکه مظاهره ده.

د خیبر جرکه نن لس بجې پیل شوه، پرون ددې جرګې لومړۍ ورځ وه چې د یو شمیر ستونزو له امله د جرګې ګډنوالو د پرونۍ ورځ کار هم نن ترسره کوي.