د افغانستان لپاره د ایران ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي چې د مسکو فارمټ غونډې د بحث یوه برخه ګاونډیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ څپې مخنیوی او له ترهګرۍ سره مبارزه وه.
ایرنا خبري اژانس یکشنبه د تلې پر ۲۲مه د قمي په حواله راپور ورکړی چې د ګاونډیو هېوادونو استازو په دې غونډه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې له ترهګرۍ سره د جدي مبارزې او د هېوادوالو لپاره د ښه ژوند پر برابرېدو ټینګار کړی دی.
هغه زیاته کړې ده: «د مسکو په فارمټ کې د ګاونډیو هېوادونو مشران راټول شول چې له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته او په دغه هېواد کې د ابادۍ شرایطو د برابرېدو او د کډوالو څپې مخنیوی وکړي.»
د هغه په وينا، له نړيوالو تحولاتو سربېره لا هم د افغانستان موضوع د سيمې هېوادونو د اجنډا سرټکی دی.
دې ایراني ډيپلوماټ څرګنده کړې ده: « له ستونزو څخه د وتلو او د افغانستان خلکو سره د مرستې یوه لاره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د ظرفیتونو کارول دي.»
د یادونې ده چې د افغانستان په تړاو د مسکو شپږمه غونډه څو ورځې مخکې د طالبانو، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ازبکستان د استازو په حضور کې جوړه شوې وه.
د دغې غونډې په وروستۍ اعلاميه کې ګډونوالو هېوادونو په افغانستان کې د امنيتي وضعيت او د طالبانو تر کنټرول لاندې د «ترهګرو ډلو» حضور په هکله خپله ژوره اندېښنه څرګنده او ټینګار کړی چې په هېواد کې میشتې ټولې «ترهګرې او بېلتونغوښتونکي ډلې» نړیوال او سیمهییز امنیت ته جدي ګواښ دی.