خبرونهنړۍ

پر ډونالډ ټرمپ د درېیم احتمالي بريد په تړاو يو کس نيول شوی

د امریکا پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکيو ګوند پر نوماند، ډونالډ ټرمپ یې د درېیم احتمالي برید مخنیوی کړی دی.

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو د تېرې شنبې په ورځ په کلفورنیا کې د ټرمپ ټاکنیز کمپاین ته نږدې، یو ۴۹ کلن کس د جعلي اسنادو او وسلې سره نیولی چې ښايي پر ټرمپ یې د برید اراده درلوده.

نیویارک پوسټ ورځپاڼې د جنوبي کالیفورنیا په ریور سایډ کې د سیمه ییزو پولیسو په حواله راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د کاندید ډونالډ ټرمپ د وژلو دریمه هڅه د شنبې په ورځ په وروستۍ دقیقه کې هغه مهال شنډه شوه کله چې یو وسله وال د کمپاین له غونډې بهر ونیول شو.

د دغه خبر له مخې، دغه شکمن د ټاکنو د کمپاين له ځاى څخه شاوخوا يو نيم کيلومټره لرې د نوم ليکنې له جعلي فورمو سره نيول شوى دى.

پولیسو وویل چې د ووم میلر په نوم دغه سړي سره له مرمیو ډک یو چره ييز ټوپک ، یوه تومانچه او د لوړ ظرفیت يو شاجور هم موجود وو..