افغانستانخبرونه

زلمی خلیلزاد: پښتون ژغورنې غورځنګ له سختو مخالفتونو سره بریالۍ جرګه وکړه

د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې پښتون ژغورنې غورځنګ پوځ له مخالفتونو سره بریالۍ جرګه وکړه.

ښاغلي خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه لیکلي،« دې جرګې د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو، خپلو طبیعي سرچینو ته د لاس رسي او د ترهګرۍ پټنځایونو ختمولو لپاره مهم تصامیم ونیول. دغه راز یې افغانستان کې د نجونو حقونه او د ښوونځیو موضوع هم تایید کړه.»

ښاغلي خلیلزاد د خیبر جرګه بریالۍ یاده کړې خو لیکلي يې دي تمه نلري چې د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر دې دا غوښتنې اومني.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا رابلل شوې د خیبر جرګې په ورستي پریکړه لیک کې د نورو غوښتنو ترڅنګ یو غوښتنه دا هم وه چې پاکستانی پوځ او نورې وسله والې ډلې دې په دوه میاشتو کې د پښتنو له خاورې ووځي.