راپورونه وایي چې ایراني پوله ساتو ځواکونو د افغان کډوالو پر یوې ډلې چې غوښتل یې ایران ته ننوځي، ډزې کړي چې زیات شمیز کسان پکې وژل شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي چې په دې ډزو کې لسګونه کډوال وژل شوي او زیات شمېر ټپیان دي.
دا پېښه د یکشنبې په ماښام د کلګان سراوان په سرحدي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د دې ادارې په وینا، د مهاجرینو په دې ډله کې شاوخوا ۳۰۰ کسان شامل وو، چې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې یې ژوندي پاتې دي.
د ایران د بشر حقونو دغې ادارې دقیق ندي ویلي چې څومره کسان وژل شوي او څو ټپيان دي.
تر اوسه طالبانو او ایراني چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.