افغانستانخبرونه

حنیف اتمر: د ایران حکومت دې د افغانانو ډله یزې وژنې د څيړنې ترڅنګ عدالت تامین کړي

د تیر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په ایران کې د افغانانو ډله یزه وژنه غندلې او د ایران حکومت یې غوښتني چې ژر دې ددغه پېښې څېړنه وکړي.

نوموړي دا پېښنه بوګنونکې بللې او د ایران حکومت باندې یې غږ کړی چې عدالت دې تامین کړي.

حنیف اتمر په خپله ایکس پاڼه دغه خبرې کړي او د طالبانو له حوکت یې غوښتي چې د خلکو ارادې ته درناوی وکړي، « یو ځل بیا د هېواد اوسنیو حاکمانو ته ور یادوم، چې د ملت ارادې ته درناوی وکړي. د خلکو له محرومولو لاس واخلي، د خلکو حقوق او ازادي محترم وګڼي تر څو هېوادوال اړ نه شي چې د ناچارۍ له وجې خپل کور او کلی پرېږدي. »

ایراني پوله ساتو ځواکونو په درې سوه کډوالو برید کړی چې نږدې ۲۴۰ کسان یې وژلي او پاتې نور ټپیان دي.

دغه پېښه افغانانو په لویه کچه غندلې ده خو تر دې دمه د طالبانو حکومت ددغه پېښې په اړه چوپه خوله دي.