د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایی، په رسنیو کې د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د ګنګوسو په اړه معلومات نه دي کره شوي، په اړه څېرنې راوانې دي او تر روښانتیا وروسته به یې په اړه لازم تصمیم ونیول شي.
د ایران د بشري حقونو سازمان «حالوش» نن ویلي، د ایران سرحدي ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي او له امله ۲۶۰ کسان وژل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې لیکلي: «نن چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او زخمي کيدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت بيلابيل ارګانونه او دیپلوماتیکې استازولۍ پلټنې او تحقيقات کوي.»
ده لیکلي، دا چې د پیښې سیمه له هیواده بهر ښودل کیږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي او د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.