د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې د جګړې له امله د ملکي خلکو وضعیت د لا خرابوالي د مخنيوي په موخه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د راغوښتو وړانديز وکړ.
بلخوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي چې غزه کې روانې جګړې او د اسرائیلي ځواکونو بریدونو له امله بې ځایه شويو فلسطينيانو ته د مرستو رسولو لړۍ ډېره ټکنۍ کړې ده.
د برتانیا د بهرنيو چارو وزیر ډېوېډ ليمي وايي، هېواد يې له فرانسې او الجزایر سره په ګډه په غزه کې د انساني ناورین د مخنيوي لپاره په ګډه کار کوي او درېواړه هېوادونه د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د جوړېدو په هڅه کې دي.
هغه زیاته کړې چې په شمالي غزه کې بشري وضعيت ډېر خراب دی او د مرستو رسولو برخه کې هېڅ پرمختګ نه کېږي.
د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره وايي چې په غزه کې د جګړو له امله جګړه ځپلو او بې کوره شويو کسانو ته د مرستو رسولو چارې بيخي ټکنۍ روانې دي.