د افغانستان لپاره د ملګرو د ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی ریچارډ بېنټ وايي، د هغو راپورونو بې پرې او رڼه پلټنه دې وشي چې د ایراني ځواکونو په لاس د لس ګونو افغانانو د وژلو په اړه خپاره شوي دي.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې دغو راپورنو سخت خواشينی کړی او بايد په شفاف ډول يې پلټنه وشي.
له پرون راهېسې په يو شمېر رسنيو کې داسې رپوټونه خپرېږي چې ګواکې د ایران د سیستان بلوچستان ولايت په سراوان سيمه کې ایراني پوله ساتو ځواکونو پاکستان سره په ګډه پوله شاوخوا ۲۰۰ افغان وګړي چې ایران ته د قاچاقي تګ هڅه يې کوله ډزې یې پرې کړي او وژل شوي دي.
دغه موضوع په نړۍ واله کچه وغندل شوه، د رسنيو د سر ټکی وګرځېد او بېلابېلې تبصرې او راپورونه يې په تړاو خپاره شول.
د خلکو له غبرګونونو وروسته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد وويل چې تر اوسه د دغې پېښې په تړاو کره معلومات او د ځای په تړاو کره والی نشته، ديپلوماتيک او نورو چینلونو له لارې يې پلټنې پيل کړي چې د موضوع تر کره والي وروسته به يې په اړه د دوی مشرتابه پرېکړه وکړي.