افغانستانخبرونه

افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خبرې اترې؛ ریچارډ بېنیټ  کاناډا ته ځي

ټاکل شوې ده چې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خبرو لپاره کاناډا ته ولاړ شي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د لویې کمېشنرۍ د بیان له‌مخې ښاغلی بېنیټ به د روانې اکتوبر میاشتې د ۲۰مې او ۲۶مې ترمنځ د افغانستان د بشري حقونو په اړوندو مسایلو کې له ښکېلو اړخونو او د کاناډا د حکومت له استازو سره د افغانانو له بشري حقونو څخه د هغوی د ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

په بیان کې راغلي چې ښاغلی بېنیټ به تورانتو ښار ته هم ولاړ شي.

د بیان له‌‌مخې له هغو افغانانو سره چې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته کاناډا ته کډوال شوي، د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو له فعالانو، خبریالانو، کارپوهانو او مدني ټولنو سره کتنې هم د بېنیټ د سفر په اجنډا کې شاملې دي.

د طالبانو حکومت د روان کال په اګست میاشت کې افغانستان ته د ښاغلي بېنیټ پر سفر بندیز ولګاوه.

د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا وکړه چې، بېنیټ د افغانستان پر ضد د تبلیغ لپاره ګومارل شوی او نوموړی له کوچنیو خبرو څخه لویې مسئلې جوړولې، خو ښاغلي بېنیټ ویلي دي چې افغانستان ته د ده پر سفر له بندیز سره-سره به په‌‌دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو هڅو ته دوام ورکړي.