
کابل ټیلیګراف – ۲۵ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، په څلورو ولایتونو کې یې ۱۷ کسان د نشهیي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې ۳ تنه د ۱۷ کیلو ګرامه شېشې د قاچاق او د دې سربېره په مرکز مزارشریف ښار کې د نشهیي توکو یو پلورنکی له یو میل کلاشینکوف سره نیولي دي.
د یاد وزارت په وینا، چې د دې ترڅنګ په لغمان، نیمروز او کندوز ولایتونو کې هم ۱۳ تنه د نشهیي توکو د پلور په تور نیول شوي، چې له لومړنیو څېړنیو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.